د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د امارتي پوهنتونونو د کیمیا، ریاضي او وترنري څانګو د تجربو ترسره کولو ورکشاپ پرانېسته کې ویلي، دا چې د لوړو زدهکړو وزارت یو علمي او مسلکي بنسټ دی نو په بېلابېلو برخو کې د ټولنې او اسلامي نظام پر وړاندې ستر مسوولیتونه هم لري.
نوموړي ویلي، دغه ډول پروګرامونه به د لوړو زدهکړو وزارت د مسوولیتونو یوه مهمه برخه ادا کړي او خپلو حقیقي موخو ته په رسېدلو کې به مرسته وکړي.
سرچینه : شرق نیوز

