د خېبر پښتونخوا د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضلالرحمان په مردان کې یوې لویې ولسي غونډې ته په وینا کې د پاکستان پر اوسني حکومت سختې نیوکې وکړې او د نوي تحریک د پیل اعلان یې وکړ.
نوموړي د هېواد پر کورني او بهرني سیاست نیوکه وکړه او ویې ویل، چې واکمن مشران ښایي سرونه ټیټ کړي، خو د دوی ګوند به هېڅکله خپل دریځ بدل نه کړي.
مولانا فضلالرحمان ادعا وکړه، چې په دې وروستیو کې داسې قانون جوړ شوی چې د قران او سنتو خلاف دی، او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې خپله تګلاره بدله کړي، که نه د احتمالي پایلو مسؤلیت به د حکومت پر غاړه وي.
هغه د سیمې پر سیاسي وضعیت هم خبرې وکړې او وویل، چې دوی د عربو په خاوره کې د اسراییلو شتون نه مني، او د هغه په وینا د ځینو هېوادونو ترمنځ اتحادونه به بریالي نه شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د بهرنیو پلاوو د راتګ له امله یې خپل احتجاج ځنډولی و، خو اوس د اقتصادي فشارونو او د بیو د لوړېدو له امله به خپل اعتراضي حرکتونه بېرته پیل کړي.
د هغه په وینا، دغه تحریک له مردان څخه پیل شوی او هڅه به وکړي چې حکومت خپلې پرېکړې بېرته بدلولو ته اړ کړي.

