د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټولو مخابراتي شبکو ته تر راتلونکې یکشنبې پورې وخت ورکړی چې د انټرنېټي او ټیلیفوني کڅوړو بیې بېرته خپل پخواني حالت ته راټیټې کړي.
وزارت ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې په وروستیو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفوني خدماتو د بیو د لوړېدو په اړه د خلکو پراخ شکایتونه ثبت شول او پر ټولنیزو رسنیو یې پراخ کمپاین هم پیل شو.
د معلوماتو له مخې، یو شمېر کاروونکو ادعا کړې چې مخابراتي شبکو د انټرنېټ بیې شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې کړې او د هر جي بي په قیمت کې له شلو څخه زیاتې افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
دوی وایي چې د خدماتو کیفیت لا هم د پخوا په څېر ټیټ دی، خو لګښتونه یې لوړ شوي دي.
په کابل کې د یوې مخابراتي شبکې یو مسوول، د نوم نه ښودلو په شرط، منلې چې په وروستیو کې د انټرنېټي کڅوړو بیې اوسطاً شاوخوا ۲۰ سلنه لوړې شوې دي.
له پراخو شکایتونو او فشارونو وروسته، د مخابراتو وزارت ویلي چې پر بیو به جدي څار زیات کړي او که کومه شبکه له پرېکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
وزارت ټینګار کړی چې هدف یې د خلکو د حقونو خوندیتوب او د مخابراتي خدماتو د بیو کنټرول دی.
راپور : مسعود عربزی

