بریتانیا اعلان کړی چې سږ کال به د پناغوښتونکو لپاره نوې خوندي او قانوني لارې پیل کړي، څو هغوی وکولای شي له دې لارې هېواد ته راشي.
د دې نوې طرحې له مخې، پوهنتونونه، ټولنیزې ډلې او سوداګریز شرکتونه به وکولای شي هغه کډوال سپانسر کړي چې بریتانیا ته د راتګ غوښتنه لري.
دا سیستم د کاناډا د کډوالۍ د ماډل په څېر طرحه شوی دی.
حکومت ویلي چې د نوو لارو ترڅنګ به د بشري حقونو او معاصرې غلامۍ اړوند قوانینو د تطبیق په طریقه کې هم بدلونونه راولي څو هغه څه چې دوی یې بېاساسه غوښتنلیکونه بولي راکم کړي
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې هدف یې د کډوالۍ داسې سیستم جوړول دي چې هم اصلي او ریښتیني کډوالي وساتي او هم د ناوړه استفادې مخه ونیسي
په مقابل کې، د محافظهکار ګوند غړو ویلي چې تر هغه وخته چې غیرقانوني کډوالي کنټرول نه شي، باید د نویو کسانو منل محدود وي.
د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې نوی سیستم به عادلانه وي او د خلکو باور به وساتي، خو په عین حال کې به هغه تشې بندې کړي چې ترې ناوړه استفاده کېږي.
دا قانون به راتلونکې اونۍ پارلمان ته وړاندې شي، او تمه کېږي چې د ځینو وکیلانو له مخالفت سره هم مخ شي
سرچینه : بي بي سي

