د افغانستان د ووشو ملي لوبډلې دوو غړو، محمد خالد هوتک او شهزاده صافي، د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو په روانو سیالیو کې د برونزو مډالونه خپل کړي او ټاکل شوې ده چې سبا د سپینو زرو مډال ته د رسېدو لپاره خپلو راتلونکو سیالیو ته میدان ته ښکته شي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ویلي، محمد خالد هوتک د ۷۰ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د لوړې درجهبندۍ له امله په لومړي پړاو کې استراحت وکړ او وروسته د یوه سیال له انصراف سره یې د برونزو مډال ترلاسه کول یقیني شول.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، هوتک به سبا د ایران له ووشو لوبغاړي عرفان محرمي سره مخامخ شي او د سپینو زرو مډال ته د لارموندنې لپاره به سیالي ترسره کړي.
بل لور ته، افغان ورزشکار شهزاده صافي د ۵۶ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې خپل قزاقستانی سیال ته په ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه. نوموړی به هم سبا د هانګ کانګ له استازي سره د بل پړاو مهمه سیالي وکړي.
د شانګهای د همکاریو سازمان د ووشو سیالۍ د جون په ۲۶مه د چین په کوربهتوب پیل شوې دي. په دغو سیالیو کې د ۱۸ هېوادونو ورزشکاران برخه لري او ټاکل شوې ده چې د جون تر ۲۹مې دوام وکړي.
افغانستان په دې نړیوالو سیالیو کې د شپږو ووشو لوبغاړو په ګډون ګډون کړی او هڅه کوي چې نور مډالونه هم خپل کړي.
سرچينه : پژواک

