د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د حکومتولۍ په نظام کې جدي بدلون ته اړتیا ده.
نوموړي په اسلاماباد کې یوې اقتصادي غونډې ته ویلي، چې په پاکستان کې د امنیتي وضعیت د کابو کولو لپاره یوه مهمه لار د نویو اداري واحدونو جوړول دي.
په ورته مهال، د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د موسسې مشر عبدالله خان ویلي، د کوچنیو اداري واحدونو رامنځته کول به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم او د ښې حکومتولۍ لامل شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې او د حکومت مخالفو وسلهوالو ډلو بریدونه هم خپل اوج ته رسېدلي دي.
سرچینه : حریت

