د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د اړیکو د پراختیا لپاره یې هڅې کړې دي.
مجاهد له «ملي» ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، افغانستان له پاکستان پرته له خپلو نورو ګاونډیو هېوادونو سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې لري چې له اسلامي هېوادونو، سربیره چین او روسیې سره یې هم اړیکې مناسبې دي
نوموړي ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي شته ستونزې په تدریجي ډول حل او د نورو هېوادونو باور ترلاسه کړي.
د نوموړي په وینا، افغانستان په سیمه کې مناسب جغرافیایي موقعیت لري او کولی شي د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي اتصال د یوه پل په توګه رول ولوبوي.
هغه ویلي، اوس د هېواد واګې د اسلامي امارت په لاس کې دي او هڅه کېږي چې له اوږدو جګړو وروسته افغانستان بېرته ورغول شي او د ابادۍ چارې پکې ترسره شي.
سرچینه : شرق نیوز

