د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ختیځو او سوېلختیځو ولایتونو له کوچي سرخېلانو او استازو سره په یوه غونډه کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
ملا نورالله نوري په دې غونډه کې ویلي، چې کوچيان د هېواد د اقتصادي ودې مهمه پانګه ده او د اسلامي امارت له لوري د دوی ستونزو او اړتیاوو ته پاملرنه کېږي.
د دغه وزارت په وینا، په لسو ولایتونو کې د کوچیانو مېشت ځایونه هم ثبت شوي، د کوچي کورنیو لپاره ۱۲ نندارتونونه جوړ شوي او زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
وزارت وايي، له سلګونو کوچي کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې هم شوې دي.
بلخوا، ملا نورالله نوري پر هغو بهر مېشتو افغانانو نیوکه کړې چې د ده په خبره، د پردیو په اشاره په هېواد کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هڅې کوي.
په دې غونډه کې د هېواد د ثبات، یووالي او پرمختګ لپاره د ټولو قشرونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ هم ټینګار وشو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۱ زره کوچي کورنۍ د تذکرو ترلاسه کولو لپاره پېژندل شوې دي.
راپور : مسعود عربزی

