د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، د ننګرهار کانال وادې کرنیز شرکت د مالټو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، تېر کال له څلورو فارمونو څخه څه باندې پنځه زره ټنه مالټې راټولې شوې وې، خو اټکل کېږي چې سږکال به د مالټو حاصلات له اتو زرو ټنو واوړي.
مسوولین وایي، د مالټو په حاصلاتو کې دغه زیاتوالی د کانال وادې کرنیز شرکت د مسوولینو او کارکوونکو د هڅو او کرنیزو چارو ته د ځانګړې پاملرنې پایله ده
سرچینه : شرق نیوز

