د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد بدخشان ولایت ته د سفر پر مهال اشکاشم ولسوالۍ له ۱۵مې سرحدي لوا لومړي سرحدي کنډک څخه لیدنه کړې او د دفاعي ځواکونو کړنې یې له نږدې ارزولې دي.
دفاع وزارت ویلي، مجاهد افغان ځواکونو ته د مورال ورکولو سره د سرحدونو ساتنې او دفاع برخه کې پر لا زیاتو هڅو او چمتووالي ټینګار کړی.
نوموړي وویل هېڅ دښمن نشي کولای چې حکومت ته ګواښ رامنځته کړي.
دفاع وزیر امنیتي ځواکونو ته وایي ستاسې له برکته د هېواد مشران او ټول ولس په خوندي چاپیریال او ډاډه زړه ژوند کوي.
مجاهد امنیتي ځواکونو ته د لا تجهیز ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل چې نظم او ډسپلین ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
دفاع وزیر د یاد سفر پر مهال تېره ورځ له هغو مهمو او ستراتژیکو سیمو هم لیدنه وکړه، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ فرضي کرښې سره نښتې دي.
راپور : شمس الرحمن صاحبزاده

