د افغانستان د عامې روغتیا وزير، مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان په مشرۍ راغلي لوړپوړي پلاوي سره ناسته ترسره کړه.
جلالي وویل دغه ناسته له پوليو ويروس سره د اغېزمنې مبارزې سربېره د روغتيا په ټولو برخو کې د همکاریو پياوړتيا او پراختيا لپاره ډېر ارزښت لري.
نوموړی وایي عامې روغتيا وزارت ژمن دی، چې د روغتيا په ټولو برخو کې باکيفيته او عادلانه خدمات وړاندې کړي او په دې برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
وزير وویل روغتيا وزارت د روغتيايي پراختيا او مساوي روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي او په همدې اساس د هېواد په ولسواليو کې عمومي روغتونونه جوړېږي، د روغتيا برخې همکاران دې د دغو روغتونونو په جوړولو، لرې پرتو سيمو ته د خدماتو په رسولو، د سرطان روغتون او قلبي پروژې ملاتړ برخو کې، چې د خلکو ورته زياته اړتيا ده، له موږ سره همکاري وکړي.
ورته مهال، نړیوالو همکارانو د عامې روغتيا وزارت له هرکلي څخه مننه وکړه او په يادو برخو کې يې د همکاریو ډاډ څرګندولو ترڅنګ روغتيا برخه کې شوي پرمختګونه وستايل او دا يې د عامې روغتیا وزارت د ښې رهبرۍ ښکارندوی وبلل.
راپور : مسعود عربزی

