له پاکستانه نږدې ۱۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانونو نږدې ۱۰۰ تنه افغان کډوال ازاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د لېږد امریت مسوولین وايي، دغه افغان کډوالو د پآکستان پولیسو له لوري نیول شوي وو او په زندانونو کې ساتل کېدل.
د چارواکو په وینا، یاد کډوال له راستنېدو وروسته په سپین بولدک کې ثبت شول او اړینې بشري مرستې هم ورسره وشوې.
وروسته دوی خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول. وزارت وایي، هڅې روانې دي څو له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر په منظم ډول مدیریت شي او راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي

