د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس تولنیزه شبکه لیکلي چې له دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په تازه د یکشنبې په ورځ ۲۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۰۶ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي د تورخم له لارې (۱۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۹۶) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له تورخم څخه (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۷) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۶۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې اود مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوريله (۷۳) کورنۍ سره ټولټال (۵۷۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله سپین بولدک څخه (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۹) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۴۱۴۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۵۳) کورنۍ سره ټولټال (۴۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۵۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۵۳۵) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي اوله (۱) کورنۍ سره ټولټال (۱۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی وړاندې لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۶) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخوا له (۹) کورنیو سره ټولټال (۶۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
راپور : مسعود عربزی

