د کونړ ولایت په یو شمیر سېمو کې کروندګر شکایت کوي چې کروندي يي ښه حاصل نه ورکوي چې دوي يي لامل د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو نشتون په ګوته کوي
ددغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې کروندګر وايي کرنیزې ځمکې يې ښې پریمانه دي خو ددوۍ د اړتیاو وړ حاصل ترې نه ترلاسه کیږي.
کونړ د هیواد په ختیځ کي پروت هغه ولایت دی چې ډیره برخه خلک پکې په کر کیله بوخت دي
په ورته مهال د کونړ د کرني ریاست مسولین هم د کروند ګرو یادې غوښتني او ستونزې مني او وايي دوۍ د کونړ په ټولو ولسوالیو کې د کروندګرو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې ځانګړي تیمونه په دندو ګمارلي تر څو د بزګرانو ستونزې په ګوته او د حل لارې چارې ورته ولټوي.
دوي زیاتوي په دغه اړه يې د یو شمېر موسیساتو سره هم خبرې کړي او ژر ده چې یاده ستونزه حل شې.
کونړ کې د میشتو خلکو ډیره تکیه په همدغه کرنیزو ځمکو ده چې د حاصل ترلاسه کولو په تمه يې وخت تیروي
کروندګر وايي، که مسوولین په دې برخه کې له دوی سره مرسته نه شي کولای، نو باید د بدیلو لارو په موندلو او پلي کولو غور وکړي
راپور : پرویز مومند

