ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د تنگه هرمز له لارې د نفتوړونکو بېړیو تګ راتګ درول شوی، په داسې حال کې چې اسرائیلو په لبنان کې د ځمکنۍ عملیاتو له پیل راهیسې خپل «تر ټولو لوی برید» ترسره کړی دی.

د دې تنګې له لارې د نفتوړونکو بېړیو تګ راتګ د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له مهمو عناصرو څخه شمېرل کېږي، چې د پاکستان په منځګړیتوب ترلاسه شوی و.
خو د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس ویلي چې که څه هم نن سهار دوه نفتوړونکې بېړۍ د ایران په اجازه وتوانېدې له تنګې تېرې شي، خو وروسته دا بهیر بېرته درول شوی دی.
د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) هم راپور ورکړی چې د بېړیو حرکت درېدلی دی.
دواړو اژانسونو دا وضعیت په لبنان کې د اسرائیلو د دوامداره بریدونو له امله بللی دی
