د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په غبرګون کې یې په ایران کې ځینې هدفونه بمبار کړي دي.
سنټکام ویلي چې دا اقدام د ایران له لوري د ترسره شوي برید ځواب و.
بل لوري ته د ایران سپاه پاسداران ځواک ویلي چې په سیمه کې یې د امریکا د پوځ ځایونه په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که دا ډول بریدونه بیا تکرار شي، د ایران ځواب به لا پراخ او سخت وي.
دواړو لورو د متقابلو بریدونو ادعا کړې، چې د سیمې د کړکېچ د زیاتېدو نښه بلل کېږي
سرچینه : بي بي سي

