SAINT PETERSBURG, RUSSIA - 2026/04/02: The national flag of the State of Libya, fluttering in the wind on a flagpole in Saint Petersburg. (Photo by Maksim Konstantinov/SOPA Images/LightRocket via Getty Images)
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د اسلامي امارت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول
په خپره شوې وینا کې نه ده روښانه شوې چې دغه کسان پر کومو تورونو نیول شوي وو او د هغوی د بند جزئیات څه وو.
سفارت ویلي چې هڅه روانه ده څو نور افغان بندیان هم، د اړینو اداري اجراآتو له بشپړېدو وروسته، په نږدې راتلونکي کې هېواد ته راستانه شي.
لیبیا اروپا ته د غیرقانوني کډوالۍ یوه مهمه لاره ګڼل کېږي، چې له لارې یې ډېر کډوال د افریقايي او اسیایي هېوادونو څخه د سمندر له لارې اروپا ته د تګ هڅه کوي.
د دې لارې ډېری مسافر د نیول کېدو وروسته د لیبیا په زندانونو کې ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ کډوال په لیبیا کې زندانونو ته لېږدول شوي وو، او دا کړنه یې ناقانونه بللې وه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې ژغورل شوي کسان باید د زندانونو پر ځای خوندي ځایونو ته انتقال شي.
سرچينه : بي بي سي

