د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان دې له زندان څخه روغتون ته ولېږدول شي.
د هغه سیاسي ګوند له اوږدې مودې راهیسې د نوموړي د روغتیا په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د طبي درملنې لپاره یې د روغتون ته د انتقال غوښتنه کوله.
د عمران خان د روغتیا موضوع په پاکستان کې له سیاسي بحثونو سره هم تړلې ده او د هغه پلویان وايي چې نوموړي ته باید د مناسبې طبي درملنې زمینه برابره شي.
سرچینه : شرق نیوز

