د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع یوه حقوقي او سیاسي مسئله ده او تهران به له ارزونې او وروستۍ جمعبندۍ په دې اړه پرېکړه وکړي.
بقایي ټینګار کړی چې د رسمیت پېژندنې موضوع باید د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو د دوام او پراختیا خنډ ونه ګرځي.
نوموړي ویلي، تهران له افغانستان سره خپلې اړیکې د رسمیت پېژندنې له موضوع پرته هم په بېلابېلو برخو کې دوام ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، ایران او افغانستان د دوو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو په توګه پراخ تاریخي او کلتوري مشترکات لري او دواړه لوري باید د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسي.
هغه همداراز پر دې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لپاره باید له اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
مسعود عربزی

