د اوکراین ولسمشر وايي، روسیې د تېرې ورځې له ماښام راهیسې د پلازمېنې کیف پر ښار د بالستیک توغندیو درې پړاوه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۱ توغندي کارول شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې د ښار ګڼې سیمې په نښه شوې او استوګنیزې ودانۍ، د انرژۍ تأسیسات، د اورګاډي تمځای او د مېټرو زیربناوې، سوداګریز مرکزونه او شرکتونه زیانمن شوي دي.
د اوکراین د ولسمشر د څرګندونو له مخې، د تېرې شپې پر مهال د دغه هېواد ۱۲ سیمې د روسیې تر بریدونو لاندې راغلې دي.
په کیف او نورو سیمو کې ۳۴ کسان ټپیان شوي، چې پنځه یې ماشومان دي، او د دوو کسانو وژل کېدل هم تایید شوي دي.
نوموړي ویلي، روسیې له خبرو اترو نږدې سمدستي وروسته دا بریدونه کړي، چې د ده په باور، د جګړې په اړه د مسکو په دریځ کې د واقعي بدلون نشتوالی څرګندوي.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر روسیې فشار زیات کړي، د اوکراین هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي، د دفاعي توغندیو د برابرولو بهیر چټک کړي او د جګړې له امله پر روسیې بندیزونه ولګوي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې هېواد یې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او د خلکو د ژوند ساتنه باید لومړیتوب وي.
سرچینه : شرق نیوز

