روسیې تېره شپه پر اوکراین هوايي بریدونه کړي چې د فولادو په یوه کارخونه کې یې دوه کسان وژلي دي.
په ورته وخت کې، اوکراین د روسیې پر مسکو او شاوخوا سیمو بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې یو کس پکې وژل شوی او د یوه سوداګریز شرکت په ګودام کې اور لګېدلی دی.
رومانیا هم وايي، د ناټو یوې جنګي الوتکې هغه بېپیلوټه الوتکه ویشتلې چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتې وه.
د ناټو چارواکي وايي، ښايي دغه الوتکه روسۍ وي.
سرچینه : شرق نیوز

