د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، امریکا او متحدین یې باید په افغانستان کې د شل کلنې جګړې او ورپسې بیارغونې مسوولیت ومني.
هغه د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې ټینګار کړی چې له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا د سیمې د ثبات لپاره مهمه ده.
شویګو همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای د تماس ډلې د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې روسیه له افغان حکومت سره عملي اړیکې پراخوي.

