په ننګرهار ولایت کې له پاکستانه په جبر راستانه شوي وايي هلته ځورول شوې پېسې ترې اخستل شوي او ټوله شتمني ترې په دغه هیواد کې پاتې شوي ده
دوۍ د حکومته له راستانه شو سره د هراړخیزې مرستې ترڅنګ د کاري زمینو د برابرولو غوښتنه کوي
له پاکستان لا هم هر ورځ سلګونه کورنۍ په جبري ډول د ننګرهار تورخم له لارې هیواد ته راستنیږي چې د مسوولینو په خبره د بیلابیلو مرستو ترڅنګ ورته اصلي مینو ته د ستنیدو اسنتياوي هم برابریږي
دغه ولایت ته يو شمیر راستانه شوي کډوال بیا پاکستان کې له دوي سره د پاکستان پوځي رژيم د امنيتي ځواکونو له خوا د ناوړه چلند خبره کوي
راستانه شوي همدراز د حکومت له لورې د دايمي سرپناه په پار د نمرو د ورکړي خوښ دي خو له حکومته د بیلابیلو مرستو او کاري زمینو د برابریدو غوښتنه کوي
د ننګرهار د اقتصاد ریاست مسوولین بیا راستانه شو سره په ډیورنډ فرضي کرښې د راښتو سره تر خپلو مینو د حکومت او مرستندویه ادارو لخوا د بیلابیلو مرستو د ترسراوي خبره کوي
د ننګرهار ولایت ریاست مسولین وايي د راستانه لپاره د مرستندویه ادارو پر مټ په ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې د حرفوي زده کړو يو شمیر پروژې هم پیل کړي ، چې ګڼ شمیر يې د بیلابیلو مسلکونو پر زده کړه بوخت دي.
د اقتصاد رييس همدراز زیاتوي چې راستانه شو لپاره د کاري زمینو په برخه کې هم ټولو دولتي او نادولتي ادارو ته ویل شوي ، چې پروژو کې راستانه شو ته اولیت ورکړي
دا په داسې حال کې ده چې د راستانه شو لپاره د نمرو د ورکړۍ لړۍ نه يواځي ننګرهار بلکي د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې چټکه شوي او د کور او ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه يې دوه وېشت زره اته سوه يوپنځوس نمرې ويشلي او لا هم هر ورځ په سلګونو راستانه شو نمرې ويشل کیږي

