د یو.ان.ډي.پي په مالي ملاتړ او د او.ار.ډي موسیسي په تخنیکي زیار د کونړ نورګل ولسوالۍ مزار دري ته ۱۵ کلیومتره خام سړک چې پکې جغل اندازي .هواري او کټنګ شامل وو د ۶ میاشتو په موده کې جوړ او د خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.
په ورته مهال کې ځايي مسولین او اوسېدونکي د یاد سړک په جوړیدو خوښ دي او وايي له دې وړاندې د تک او راتک پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ و
ځايي اوسېدونکو د یاد سړک جوړیدل د خپلي سیمي لپاره ارزښتمند وبلل او د مسولینو څخه يي په نورو برخو کې د پاملرني غوښتنه وکړه.
بل ورته د کونړ د اقتصاد ریاست مسولین ډاډ ورکوې چې اوس مهال کونړ کې ټولو موسیساتو ته زمینه برابره ده او کولای شې ولسونو ته په بیلابیلو برخو کې خدمات وړاندي کړي.
د ویلو ده چې د مزار دري سړک د زلزلي پرمهال ویجاړ شوی وو چې د ځايي اوسېدونکو ترڅنګ يې د موسیساتو او خیریه بنسټونو پرمخ هم ګڼي ستونزي جوړي کړي وې.

