د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د خبرو لپاره دې هېواد ته ورسېد.
د سولې د هڅو د بیا راژوندي کېدا هیلې د شنبې پر ورځ هغه مهال کمزورې شوې، چې ډونالډ ټرمپ اسلامآباد ته د خپلو استازو؛ سټیو ویتکوف او جرډ کوشنر سفر لغوه کړ.
عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ روسیې ته له الوتنې مخکې پاکستان او عمان ته تګ راتګ درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي، نو کولی شي ټیلیفون اړیکه ونیسي

