د سرچینو د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ تېره شپه د افغانستان په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان له فضایي حریم څخه سرغړونه کړې او په یادو ولایتونو کې یې پر ملکي کورونو بمبار کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری شهیدان شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ نور کسان ټپیان دي.
مجاهد دغه بریدونه «بشري جنایت او ښکاره تجاوز» بللی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي.
ځایي سرچینو ویلي چې د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د مڼې کلي پر یوه استوګنیز کور د شپې شاوخوا دولس بجې هوايي برید شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې نهه تنه، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او لس نور ټپیان دي.
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د منګړیتۍ کلي پر یوه سیمه هم هوايي برید شوی دی.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
په کونړ ولایت کې هم ځایي سرچینو خبر ورکړی چې د شلتن ولسوالۍ د برکلي کارګوړ سیمې پر یوې برخې هوايي برید شوی دی.
د سرچینو په وینا، په دغه برید کې یوه ماشومه شهیده شوې او مور یې ټپي شوې ده.
ځایي سرچینو ویلي چې د پاکستان له لوري په یادو درېیو ولایتونو کې ترسره شویو هوايي بریدونو ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

