د پهلوانۍ سیالۍ !
دننګرهار د مرکزي زندان په انګړ کې د ۲۴ د زمري ، بریا ، ثبات او ملي ویاړ ورځ په نامه د ښار د بیلابیلو کلپونو لسګونه پهلوانانو او زندانیانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوي.
مسوولین وايي دغه سیالۍ به يوه ورځ دوام وکړي ، چې موخه يې د فتحې ویاړلي ورځ نمانځنه او د زندانیانو لپاره د تفریحې زمینه برابرول دي.
په همدې حال کې لوبغاړي او زندانیان دغه ډول سیالیو جوړول خورا ګټور ګام یادوي او په راتلوونکي هم د دغه ډول سیالیو پر جوړولو ټينګار کوي.
دا لومړی ځل نه دې چې د ننګرهار زندان کې دغه ډول سیالۍ جوړیږي ، بلکې تر دې وړاندې هم د رواني ناروغیو څخه د خلاصون او تفریحي په موخه د زندانیانو لپاره دننه په زندان کې د والیبال ټورنمنټونه جوړ شوي و ، چې څو ورځې يې دوام کړی.
راپور : سباوون ساحل

