د اندونیزیا په ختیځ کې د ۷.۷ درجې زورورې زلزلې لسګونو ټکانونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په یو خپاره کړي راپور کې وایي د فلورېس ټاپو په «ماؤمېرې» سیمه کې ۲۰ مړي، شپږ ټپیان او دوه کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې موندل شوي دي.
زلزلې وروسته په ځینو سیمو کې له یوه متر څخه کم د سونامي څپې هم ثبت شوې، خو د سونامي خبرداری شاوخوا درې ساعته وروسته بېرته لغوه شو.
چارواکي وايي، د زلزلې مرکز ته نږدې «ناګېکېو» سیمې ته د ځمکښوېدنې او د مخابراتي شبکو د ستونزو له امله د ژغورنې ډلې لا نه دي رسېدلې.
په سیمه کې شاوخوا دوه زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو د ادارې په وینا، د زلزلې له امله یو شمېر کورونه، ګودامونه او دولتي ودانۍ زیانمنې شوې او د مرګژوبلې په اړه د معلوماتو راټولول لا هم روان دي.
سرچینه : شرق نیوز

