د کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د جنګونو له امله بيځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي
ناړۍ د کونړ هغه لري پرته ډیورنډ فرضي کرښي ته نیږدي ولسوالي ده چې موده وړاندي د افغان او پاکستاني پوځي رژیم له لوري پکې توده جګړه وشوه.
اوس هلته امن دی او بیځایه شوې بیرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي خو په یو شمیر برخو کې د مرستو غوښتنه کوې.
هغه مهال پدې ولسوالۍ کې ځايي خلکو خپلي میني پریښودي او د هېواد پلازمیني سربیره یو شمیر ولایتونو ته کډه شول
که څه هم ځايي اوسېدونکي اوس مهال دلته پر ژوند کولو خوښ دي خو وايي جګړي يي یو شمیر کرنیزي ځمکې . ښونځي . لوي لاري . د اوبو رسولو شبکې او نور ډیر عامه شتمنۍ زیانمني کړي چې د مسولینو څخه د پاملرني غوښتنه کوې.
بلخوا د ناړۍ ولسوالۍ ځايي مسولین وايي بیرته راستنو شوو ته پر وخت پاملرنه شوې او د حکومت او موسیساتو په همکارۍ ورسره اړینې مرستي ترسره شوې .
دوۍ زیاتوي په راتلونکي کې هم دغه خلکو ته د نورو مرستو د جلبولو په هڅو لګیا دي.
په همدي حال کې د ناړۍ ولسوالۍ امنیتي مسولین هم د بشپړ امنیت ډاډ ورکوې او وايي چاته اجازه نه ورکوې چې په افغان خاوره تیری وکړي .
نه یوازې ناړۍ و لسوالۍ د مرکز اسداباد په ګډون خاص کونړ . سرکاڼو . منوره . شلتن او دانګام هغه ولسوالۍ وې چې څه موده وړاندي د افغان او پاکستاني پوځي رژیم د جګړو له امله ګڼ شمیر خلک بیځایه شوې وو چي اوس بیرته خپلو سیمو ته ګرځیدلي او عادي ژوند يي پیل کړی دی.
راپور : پرویز مومند

