په ننګرهار ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او رياست مسوولينو د رسنیو له مسولينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معين له خبريالانو سره په ناسته کې ۲۴ د اسد په مناسبت د خبریالانو هڅې وستايلي او ويي ويل له پخوا اوس اطلاعاتو ته لاسرسی زيات شوی او په دې برخه کې به هڅه وکړي چې لا زيات معلومات د رسنيو په واک کې ورکړي.
په دې اړه جوړې شوې ناسته کې بيا خبريالانو خپل يو شمير غوښتنې هم له مسوولينو سره د حل په موخه شريکې کړي ،چې مسوولينو ورته د حل ډاډ ورکړ.
مسعود عربزی

