د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزې شبکې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمیټو ورځنی کاري راپور خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه ۳۲۷ افغانې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۴۴۹ تنه کېږي، هېواد ته بېرته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۱۹ کورنۍ، چې ۱۰۷۸ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې دي. له دې ډلې ۱۸۹ کورنۍ، چې ۱۰۱۸ غړي لري، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته ۷۳۶ زره او ۹۹۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
همدارنګه، د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۰۹ کورنیو سره ټولټال ۱ میلیون او ۷۴۶ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
د راپور له مخې، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۱۷۴ تنه و، هېواد ته راستنې شوې دي. له دې لارې ۲۸ کورنۍ، چې ۱۵۹ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ په موخه ورته ۲ میلیون او ۹۵۶ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. دغه راز له ۳۱ کورنیو سره ټولټال ۲۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
راپور زیاتوي چې د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې ۶۰ کورنۍ، چې ۱۳۷ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همدارنګه ۵۱۵ تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او له ۳ کورنیو سره د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هم ۱۶ کورنۍ، چې ۶۰ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دغو ۱۶ کورنیو سره ټولټال ۱۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له کابل څخه ۴۹ کورنۍ، چې ۲۸۳ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې دي او د ټرانسپورټ په موخه ورته ۱۷۶ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د راپور له مخې، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار کې ۶۹۰، فاریاب کې ۱۸۹، پکتیکا کې ۱۰۷ او نیمروز کې ۳۱ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشلې دي.
راپور زیاتوي چې په تېره یوه ورځ کې ټولټال ۱۰۱۷ کورنیو ته د هستوګنې ځمکې وېشل شوې دي. همدارنګه، تر دې مهاله د وېشل شویو ځمکو د نمرو مجموعي شمېر ۶۷ زره او ۷۹۴ ته رسېدلی او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
راپور : مسعود عربزی

