د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن شپه د سویلي افریقا او مکزیک د لوبډلو په مخامخ کېدو سره رسماً پیلېږي
د مهالوېش له مخې، دغه پرانیستونکې لوبه د کابل پر وخت د شپې په یوولس نیمو بجو ترسره کېږي
دا لومړی ځل دی چې د فوټبال نړیوال جام کې ۴۸ لوبډلې برخه لري، چې د سیالیو پراختیا او نړیوال ګډون پکې زیات شوی دی
یادې سیالۍ به د امریکا، مکزیک او کاناډا په بېلابېلو ۱۶ لوبغالو کې ترسره شي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې به پکې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي

