د پنجشیر ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په وروستۍ داوطلبۍ کې ۱۱۸۴۲ قیراطه تازه استخراج شوي زمرد د ۴,۷۷۰,۳۶۰ افغانیو په ارزښت وپلورل شول
د مسوولینو په وینا د بېلابېلو کانونو د استخراج د پراختیا هرکلی شوی او ټینګار کوي چې د زمردو د پلور له لارې د نورو قیمتي ډبرو لکه بیروج او ۱۷ نورو ډبرو د استخراج او ګټې اخیستنې لپاره زمینه برابره شوې ده
چارواکي زیاتوي چې ولایتي اداره د کانونو د استخراج په برخه کې د شفافو او قانوني چوکاټونو مراعات ته ژمنه ده او د معیاري او تخنیکي استخراج لپاره هڅې روانې دي
د پنجشیر مسوولین د سیمهییز اقتصاد وده او د خلکو ځانبسیاینه خپل له اساسي لومړیتوبونو بولي او وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د اقتصادي تګلارو د پلي کېدو ترڅنګ د کانونو د ساحو د پراختیا لپاره جدي هڅې کړې دي.
له بلې خوا په داوطلبۍ کې ګډون کوونکو سوداګرو د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د زمردو د پېر او پلور لپاره له برابر شوي شفاف چاپېریال څخه خوښي څرګنده کړې او دا یې د ستاینې وړ اقدام بللی دی

