یوناما او د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند د افغانستان په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا د پاکستان پوځ د ملکي وګړو کورونه هدف ګرځولي دي
همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) ویلي چې په دې پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي
ملګرو ملتونو له دواړو لورو غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او اختلافات د خبرو له لارې حل کړي
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو بریدونو بشپړ مسئولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي

