د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه د دفاع وزیر او د کمېسیون د مشر، مولوي محمدیعقوب مجاهد، په مشرۍ ترسره شوه.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د هېواد پر روان امنیتي وضعیت هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه او د امنیت د لا پیاوړتیا لپاره پر بېلابېلو لارو چارو خبرې ترسره شوې.
غونډې ګډونوالو د هېواد په کچه د دوامدار او ډاډمن امنیت پر ساتلو ټینګار وکړ او د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي په موخه یې ولایتي کمېسیونونو ته اړینې سپارښتنې هم وکړې، څو امنیتي چارې لا اغېزمنې او منظمې شي.
مسعود عربزی

