د شپږیزې لیګ ۱۱م پړاو سیالیو پای لوبه کې د سپن غر او امونهنګان لوبډلې سره مخ شوې، چې امو لوبډلې وکولی شول خپل سیال ته په اوو ویکټو توپیر ماتې ورکړي او درېیم ځل لپاره یې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.
د لوبې پچه سپین غر پړانګانو لوبډلې وګتله او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۶۷منډو هدف ورکړ، په مقابل کې یې امونهنګان لوبډلې ورکړل شوی هدف د اوو ویکټو په توپیر پوره کړ او د شپږیزې ۱۱م پړاو سیالیو اتلولی یې ترلاسه کړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پنځو لوبډلو په ګډون د خوست رحمت ولي مسرور لوبغالي کې پیل شوې وې.
شمس الرحمن صاحبزاده

