د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د وسلو او مهماتو د قاچاق یوه هڅه ناکامه کړې ده.
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د دويمې سرحدي لوا د اووم سرحدي کنډک منسوبينو، د ترلاسه شويو کشفي معلوماتو له مخې، د وزیرو تنګي اړوند د ترمۍ په سیمه کې یو شمېر مهمات وموندل او ضبط کړل.
د قول اردو د ویاند، مولوي وحیدالله محمدي، په وینا، په نیول شویو توکو کې څلور د توغندیو مرمۍ، څلور د توغندیو سرلګولي، درې لاسي بمونه، پنځوس د اېم-۱۶ ټوپک مرمۍ، دوه نظامي چانټې او درې برچې شاملې دي.
د نوموړي په خبره، قاچاقبرانو پلان درلود چې دغه مهمات د هېواد له پولې واړوي او پاکستان ته یې انتقال کړي، خو امنیتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ياده هڅه شنډه کړه.
مسعود عربزی

