د ایران شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګهوال او اقتصادي فعالان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلي دي.
د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې نن (سهشنبه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې د ایران سوداګریز پلاوی د ایران افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې د رییس محمود سیادت په مشرۍ کابل ته سفر کړی دی.
د سرچینې په وینا، د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې رییس کمالالدین توحید په کابل کې د دغه پلاوي هرکلی کړی دی.
ټاکل شوې ایراني سوداګر او پانګهوال په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډو پانګونو او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړي.
دا سفر یوه ورځ وروسته له هغې ترسره کېږي چې د ایران د پارلمان د تولید د ملاتړ د ځانګړي کمېسیون د رییس محسن زنګنې په مشرۍ یو بل پلاوی هم د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی و.
سرچينه :شرق نيوز

