د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیېد بهرنیو چارو له وزیر سرګئي لاوروف لیدلي او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمهییزو موضوعاتو او د سیاسي مشورو د دوام په اړه یې خبرې کړي دي .
دې ناسته کې مولوي امیر خان متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم د لا پیاوړتیا ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د لا زیات تمرکز غوښتنه وکړه.
افغان وزیر وایي چې افغانستان له روسیې سره د اوږدمهاله همکاریو پراختیا ته اهمیت ورکوي.
نوموړي همداراز د سیمهییز ثبات په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.
هغه د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه د روسیې لېوالتیا څرګنده کړه.
نوموړي همداراز د نشهیي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د تحکیم په برخه کې د افغان حکومت د مثبتو اقداماتو ستاینه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپانه کې وایي چې امیرخان متقي د یاد هیواد د لومړي وزیر له مرستیال لیدلي دي .
دې ناسته کې متقي د سوداګرۍ د پراختیا، ترانزیټ او سیمهییز اتصال، په افغانستان کې د روسي پانګونې، انرژۍ او کانونو په برخو کې د ګډو همکاریو، او د بانکي او تادیاتو د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
الکسي اوورچوک د اقتصادي همکاریو په برخه کې د روسیې چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل چې اوس د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي د ترانزیټ، ترانسپورټ، انرژۍ او نورو برخو کې له افغانستان سره د ګډ کار پر پراختیا ټینګار وکړ،
هغه د تېر کال د سوداګرۍ د پام وړ زیاتوالی یې یاد کړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ لا ډېرې عملي اقتصادي همکارۍ رامنځته شي.
سرچینه: بهرنیو چارو وزارت

