د ایران بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلالزاده د ننګرهار والي ملا محمدنعیم اخوندزاده سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په موخه کتلي دي.
د ننګرهار رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، کتنه کې د ختیځو ولایتونو او ایران ترمنځ د سوداګریز او ټولنیز وصل، کرنې، روغتیا، ظرفیت لوړونې، ښوونیزو بورسونو او نورو برخو کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا خبري شوي.
دواړو لوریو د دوه اړخیز تعامل د دوام ډاډ څرګند کړی.
سرچینه : حریت

