د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو نن د ایران پر وخت د ماسپښین له یوې نیمې بجې راهیسې په ایران کې پر ځینو هدفونو د بریدونو نوې څپه پیل کړې ده.
سېنټکام وايي، د دغو بریدونو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې د امریکا په وینا، په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره کارول کېږي.
سپاه پاسداران ویلي، که د امریکا بریدونه دوام وکړي، ښايي تهران اړ شي چې د امریکا او د هغې د متحدانو پر لور د تېلو او ګازو د صادراتو پر نورو لارو هم د خپلو بریدونو ساحه پراخه کړي.
سرچینه : بي بي سي

