نړیوالې ورځپاڼې والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالي اوربند لپاره د ترکیې، مصر او پاکستان له لوري شوې هڅې بېپایلې پاتې شوې دي.
د راپور له مخې، ایراني چارواکو د امریکا او اسرائیلو له لوري هغه وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې غوښتل کېدل د هرمز تنګي د خلاصون په بدل کې لنډمهالی اوربند رامنځته شي.
تهران ټینګار کړی، چې خپلې غوښتنې نه بدلوي او پر خپلو دریځونو ولاړ دی.
ورځپاڼې زیاته کړې، چې ایران منځګړو هېوادونو ته هم ویلي، په اسلاماباد کې له امریکایي چارواکو سره د لیدنې لېوالتیا نه لري او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د واشنګټن غوښتنې د منلو نه دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په وروستیو ورځو کې ایران د جګړې په ډګر کې د امریکا او اسرائیلو په پرتله ځان برلاسی ښودلی او دواړو هېوادونو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
تر دې دمه د امریکا او اسرائیلو له لوري د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

