د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د لغمان ولایت له خلکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی امنیت بېساری دی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ورته بېلګه نه لیدل کېږي.
نوموړي د افغانانو یووالی او دیني ارزښتونو ته د خلکو ژمنتیا وستایله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد هر وګړی، که هغه بزګر وي، ملا، عالم او که ښوونکی، د هېواد ساتونکی او د نظام ملاتړ کوونکی دی.
هغه د خلکو ملاتړ او احساسات مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې باید واقیعتونه وپېژندل شي او د بهرنیو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشو.
په دې غونډه کې د خلکو استازو او قومي مشرانو هم خبرې وکړې او د اسلامي امارت دریځونه یې د خلکو د غوښتنو انعکاس وباله. هغوی ټینګار وکړ، چې که اړتیا پېښه شي، د هېواد د دفاع لپاره به د اسلامي امارت له ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او په لومړۍ کرښه کې به برخه واخلي.
همداراز، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو ته د رسېدنې وزارت مرستیال نورمحمد حقاني وویل، چې د پاکستان د پوځي رژیم وروستیو بریدونو وښوده چې د افغانستان خلک زړور دي او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. هغه له خلکو وغوښتل، چې د فکري او کلتوري یرغلونو پر وړاندې هم چمتو واوسي او د مخنیوي هڅې وکړي.
یاده غونډه د نورالله نوري په مشرۍ ترسره شوې وه، چې پکې د سرحدونو او قبایلو وزارت مرستیال، د عمومي استخباراتو ریاست استازی، د لغمان والي او نور لوړپوړي چارواکي هم ګډون درلود.

