ټاکل شوې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته سفر وکړي او د دغه هېواد له ولسمشر شي جینپینګ سره پر ایران اقتصادي اړیکو او نړۍوالو مسایلو خبرې وکړي
سپینې ماڼۍ ویلي د دغه سفر موخه له چین سره د اقتصادي اړیکو متوازن کول او متقابل تعامل پیاوړي کول دي
له ټرمپ سره به په دې سفر کې د بوینګ او یو شمېر لویو امریکایي شرکتونو استازي هم ګډون ولري
د الجزیرې د راپور له مخې، ټاکل شوې شي جینپینګ هم د روان کال په وروستیو کې امریکا ته د متقابل سفر په ترڅ کې ولاړ شي

