د اسلامي امارت مرستیال ویاند پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه ۹۷۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۴۶ تنه کیږي بېرته راستانه شول
ملا حمدالله فطرت لیکلي دا کډوال هیواد ته له بېلابېلو لارو بېرته راستانه شوي چې په لړ کې یې د تورخم د لارې ۷۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۹۴ تنه کیږي راستانه شوي او له تورخم څخه (۴۹۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۹۴) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۲۲۹۴۳۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې
فطرت لیکلي تورخم کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۸۹) کورنیو سره مجموعًا (۵۷۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
هغه لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۱۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۰۱) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰۸) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۰۷۳۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې
دده په وینا د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۵) کورنیو سره مجموعًا (۵۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې
هغه لیکلي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۶۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۴۷۵) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱) کورنۍ سره مجموعًا (۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
دده په وینا د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۲۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۷) کورنیو سره مجموعًا (۱۹۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
ده څرګنده کړې د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۸۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۸۹) تنه و بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۱۹۹۸۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
د اسلامي امارت مرستیال ویاند همدا راز زیاتوي چې راستنو شویو کډوالو ته یې د دایمې مېشتیدنې په موخه د هستوګنیزو ځمکو نمرې هم ویشلي
وایي دا نمرې یې په ننګرهار ، لغمان ، زابل ، فراه ، لوګر او کندز ولایتونو کې پر راستنو شویو ویشلي
ده زیاته کړې چې همدا تېره یوه ورځ کې (۱۳۵۱) راستنو شویو کورنیو نمرې وېشل شوې او تر دې مهاله په مجموعي ډول (۲۱۴۴۸) د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ سره جریان لري

