د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال تورسنکلوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې عزیزی په قرغیزستان کې د رغنیزو پروژو په یادولو سره وړاندیز کړی، څو د افغانستان د لویو ساختماني شرکتونو او بشري ځواک له ظرفیت څخه په دغه هېواد کې ګټه واخیستل شي.
د سرچینې په وینا، تورسنکلوف د دوهاړخیزو همکاریو د لا پراختیا په موخه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړې، چې د قرغیزستان جمهوریت ته رسمي سفر ترسره کړي.
همداراز، وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دې تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه شي.

