د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته رسېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل وایي، چې د دې سفر پر مهال به کابلوف د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د افغان حکومت له یو شمېر نورو مسوولینو سره لیدنې او ناستې ولري.
د نوموړي په وینا، په دغو ناستو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشي. تمه ده چې دا لیدنې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او همغږۍ لپاره زمینه برابره کړي.
روسیه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو سیمهییزو شریکانو څخه ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا هڅې روانې دي.
سرټکي:

