د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د تېرو درېیو کلونو وضعیت ښيي پاکستان له جدي اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.
خلیلزاد پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، که څه هم پاکستان په بهرني سیاست کې ځینې لاسته راوړنې لرلې، خو د هېواد عمومي وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله ښه شوی نه دی.
هغه د اقتصادي بحران، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او له افغانستان او هند سره د اړیکو د خرابېدو یادونه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان بنسټیزو اصلاحاتو، ملي پخلاینې او کورنۍ روغه جوړې ته اړتیا لري
مسعود عربزی

