د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس مولوي مطیعالحق خالص د مالیزیا سراواک ایالت کې د چاپېریالي زدهکړو په نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، دغه دوه ورځني کنفرانس کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو چارواکي، چاپېریالي چارو مسوولین او د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو مشران ګډون لري.
یاد کنفرانس کې به د چاپېریال ساتنې لپاره په نویو ښوونیزو لارو موندلو، د خلکو پوهاوي کچې پر لوړولو، اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه او د کثافاتو په مدیریت بحثونه وشي.
سرچینه : شرق نیوز

