د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پنجشېر ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له مسؤلینو، قومي مشرانو، علماوو او د خلکو له استازو سره لیدنه وکړه.
حقاني وویل چې د پنجشېر خلک د هېواد لپاره ډېرې هڅې کړې او د دې ولایت د پرمختګ لپاره به لا ډېره پاملرنه وشي.
د کورنیو چارو وزیر د خلکو پر یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.
بلخوا د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې او د هغوی د ستونزو د اورېدو له امله یې هرکلی وکړ
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو له لارې د ستونزو د حل او د پراختیايي چارو د چټکتیا هڅې روانې دي
سرچینه : کورنیو چارو وزارت

